د بدخشان قومي مشرانو د نورستان له سرپرست والي سره وکتل

د بدخشان ولایت د کران منجان ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د نورستان له سرپرست والي سره په لیدنه کې، د پارون او کران منجان ولسوالیو ترمنځ، د نښلیدونکي سړک غوښتنه وکړه .
دوی همداراز وویل:د یاد سړک په جوړېدو سره به د دواړو ولایتونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې او د پام وړ اسانتیاوې به رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې، د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ورغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یی څرګند کړ، چې پدې برخه کې به ټولګټو وزارت ته وړاندیز وکړي، ترڅو د دواړو ولایتونو ترمنځ دغه لاره جوړه کړي .
ده وویل: ددې لارې په جوړیدو سره به د دواړو ولایتونو د ولسونو ترمنځ د اړېکو پراخېدو ترڅنګ، د اقتصادي ودې په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته، او نورستان به لدې لارې له نورو ولایتونو سره هم ونښلول شي .
حافظ عبدالقیوم د بدخشان له والي هم مننه وکړه، چې د دواړو ولایتونو د ولسونو ترمنځ یې ښه همغږي ساتلې ده.