د نیمروز ولایتي اداره سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي

د نیمروز د سیمه ییزه ادارې د معلوماتو له مخې، د ټاکل شوي پلاوي په مرسته یې ددې ولایت د یو شمېر سوداګرو او موټر چلوونکو ستونزې ور حل کړي دي. ددغه پلاوي یو تن غړي نجیب الله علمي خبریالانو ته وویل: د ورېښمو لوی پله، کمېسارۍ او بندرولۍ اړونده سیمو کې د سوداګرو او موټر چلوونکو شته ستونزې حل شوي، دده په خبره، یاد پلاوي د ولایتي ادارې په همغږۍ او سپارښتنه وکولای شول، چې د نظم او دسپلین سربېره، د سوداګرو او باروړونکو موټرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. علمي وايي دغه کار ددې لامل شو تر څو د فساد، زورواکو، ناقانونه کړنو او غېر مسولو اشخاصو د لاسوهنو مخه هم ونیول شي.