څلور تنه کارکوونکي بهر ته د زده کړو لپاره لېږل کیږي

په دې اړه د سلواغې مېاشتې په ۱۵ نېټه، بنګلادېش هېواد کې د ماسترۍ تر کچې د زده کړو په موخه ازموېنه واخیستل شوه.

په دغه ازموېنه کې، د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د مرکز او ولایتونو ۲۷ تنه کارکوونکو ګډون کړی ؤ، چې له ډلې څخه به یې څلور تنه یاد هېواد ته ولېږل شي.

د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د د وړتیا لوړونې او پراختیا ریاست سرپرست منوچهر ملکزاده وايي، بنګلادېش هېواد ته په دغه څلورم پړاو کې به ددغې ادارې کارکوونکي، د سیمه ییزه حکومتوالي او د ادارې پراختیا په برخه کې زده کړې وکړي.

دده په خبره، د سیمه ییزه اورګانونو اداره هڅه کوي، ترڅو له هېواده بهر، ددغې ادارې کارکوونکو ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې بنګلادېش هېواد ته په تېرو درېیو پړاوونو کې، دوه دوه تنه کارکوونکي د زده کړو لپاره لېږل شوي دي.