د محمود راقي ښاروالۍ عواید ۳۰ سلنه زیات شوي

د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي ښار ښاروال انجنیر عزیزالرحمن الکوزی وايي، په تېرو دوه ربعو کې یې د ښاروالۍ عواید د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوي دي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي په دې وروستیو کې د محمود راقي له ښاروالۍ سره د ښاریانو اړیکي ښه شوي او ترڅنګ یې د ښاروالۍ په اړوند برخو کې اصلاحاتو ته جدي پاملرنه شوې، چې له امله یې د ښاروالۍ په چارو کې مثبت تغیرات رامنځته شوي دي.

نوموړی وايي د محمود راقي استوګنیز ښارګوټي د ځمکو استملاک، د دشت شري استوګنیز ښارګوټي چې ۴۰۶ جریبه ځمکه یې تقریباً دری کاله مخکې د محمود راقي ښاروالۍ ته انتقال شوې وه پلان هم منظور کړی دی.

انجنیر عزیزالرحمن الکوزی وايي د ښاروالۍ اړوند ملکیتونو ته یې هم خاصه پاملرنه کړې او زیاتوي چې  په تیرو څو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۰ جریبه د ښاروالۍ اړوند ځمکه هم د غاصیبینو څخه را ګرځولې ده. ددې ترڅنګ یې د ښاروالۍ د ملکیتونو او په ښار کې د اصنافو د ثبت سروېګانې هم ترسره کړې دي.

د محمود راقي ښاروال زیاتوي، د صیادو تفریحی پارک لپاره هم ځانګړی پلان نیول شوی، چې په تطیبق سره به یې یاد پارک د سیلانیانو لپاره په یوه مهم تفریحي پارک بدل او د ښاروالۍ د عوایدو په زیاتوالي که به لویه مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل، چې په تیرو  دوه ربعو کې یې د محمود راقي ښار په دریو ناحیو تقسیم کړ او اوس دا ښار د دریو ناحیو درلودنکی دی، ددې ترڅنګ د ښاروالۍ میلمستون هم ورغول شو، د صیادو په پارک او علي بابا بازار کې عصري عامه تشنابونه هم جوړ شول، په ښار کې معیاري زباله دانۍ هم کیښودل شوې او همدارنګه په ښاروالۍ کې د مراجعینو سیار مرکز هم فعال شو.

انجنیر عزیزالرحمن الکوزی په ورته وخت کې د محمود راقي ښار له اوسیدونکو غوښتنه کوي، چې ددغه ښار په پاکوالي، زرغونوالي او د عوایدو په راټولونه کې له ښاروالۍ سره باید همکاري وکړي تر څو ښاروالي وتوانیږي د دوی له غوښتنو سره سم ورته نور ښاري خدمات هم پخپل وخت سره عرضه کړي.

محمود راقي یو له هغو ښارونو څخه بلل کیږي، چې کابل ته په نږدې واټن کې موقعیت لري او د خلکو د تفریح لپاره زرغون او پراخ تفریحي پارکونه لري. د صیادو پارک، چې د محمود راقي ښاروالۍ ملکیت بلل کیږي یو له هغو پارکونو څخه بلل کیږي، چې د کاپیسا ترڅنګ د پلازمینې کابل او ګڼ شمیر نورو ولایتونو څخه هم سیلانیان ورځي.