دکنګ ولسوالۍ لپاره دنوي تعمیر پرانېسته ترسره شوه!

نن ورځ (۱۳۹۷ د دلوې لومړۍ نېټه) دکنګ ولسوالۍ لپاره دنوي تعمیر پرانېسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
یاد تعمیر، چې دوه منزله لری، دمجهزو اتاق خونو او احاطه یي دېوال په درلودلو سره، چې چارې یې دښار جوړونې ریاست په چوکاټ کې ترسره شوې، د ۲۳ مېلیونو افغانیو په لګښت بشپړ او نن ورځ رسما ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.


نیمروز والي ښاغلي پوهندوی دوکتور سېدولي سلطان وویل، چې ددې تعمیر په بشپړېدو سره به دیادې ولسوالۍ اداري ستونزې حل شي او اړوند کارکوونکي به په پوره اسانتیا سره خپلې چارې ترسره کوي، والي دکنګ ولسونو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې موږ هڅه کړې، چې ستاسو ستونزو ته لومړیتوب ورکړو، ستاسو دبرېښنا ستونزه مو تر یوه حده حل کړې او غواړو ډېر ژر دسولري برېښنا له لارې، چې چارې یې دکلیو او پراختیا په چوکاټ کې ترسره کیږي،ډېر کلي دبرېښنا له نعمت برخمن شي.
والي همداراز دیادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته دکنګ ولسوالۍ دعمومي سړک دتخریب شوو برخو دبیا ترمیم، معارف او روغتیا په برخو کې د بسټیزو کارونو دترسره کولو ډاډ ورکړ!