د لاجوردو لار او پر افغانستان یې اغېزې!

۱۳۹۷ دمرغومي ۲۴ مه، ! دهمدې عنوان لاندې د نیمروز ولایت په ازادۍ مېلمستون کې د نیمروز پوهنتون، بارک پوهنتون او ولایتي ادارې په ګډه همغږۍ پرتمین علمي کنفرانس پای ته ورسېده!
په دې ستر علمي کنفرانس کې دنیمروز پوهنتون رئیس او استادانو، دبارک پوهنتون علمي معاون او استادانو، دولایتي شورا غړو، ملي تجارانو، دولایتي ادارو رئیسانو او استازو، دمدني ټولنو غړو، محصلینو، ځوانانو او مېرمنو برخه لرله!
دکنفرانس په پیل کې دنیمروز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار محمد قاسم عادل د یاد پروګرام پر محتوا او منځپانګه خبرې وکړې، ورپسې نیمروز والي ښاغلي پوهندوی دوکتور سېدولي سلطان دیاد علمي کنفرانس دجوړېدو پر اهمیت او ارزښت رڼا واچوله، دنیمروز پوهنتون او بارک پوهنتون داستادانو دعلمي او څېړنیو مقالو په چمتو کولو یې خوښي وښوده او همداراز یې دلاجوردو لارې پر تاریخي، اقتصادي او فرهنګي شالید هم مفصلې خبرې وکړې!
وروسته دپروګرام د اجنډا مطابق د دواړو پوهنتونو استادانو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې ګډونوالو ته واورولې، چې دپېل مقاله یې دلاجوردو لارې پراقتصادي اهمیت وه، چې دبارک پوهنتون دعلمي معاون ښاغلي محمد اسحاق شهباز لخوا لیکل شوې او ولوستل شوه!

کنفرانس علمی تحت نام راه لاجورد طی اجتماع وسیع در ولایت نیمروز تدویر یافت
کنفرانس که به همین مناسبت در تالار مهمانخانه آزادی ولایت با حضورداشت مقام ولایت ،اشتراک معاون و اعضای شورای ولایتی، روئسای دوایر ملکی ،استادان ، محصلین، تجاران ،متنفذین ، علمای کرام ، جوانان ذکور و اناث با شکوه تدویر یافته بود ،
نخست رئیس پوهنتون دولتی محمد قاسم عادل پیرامون موضوع صحبت نمود.
بعدا پوهندوی دوکتور سید ولی سلطان والی ولایت نیمروز ابراز سخن نمود و در ارتباط به تاریخ چندین ساله تجارت کشور روشنایی کامل بیان نمود.
ایشان : راه لاجورد را یک بدیل خوب برای تجارت و پیشرفت افغانستان ابراز نمود.
و نیز ، راه لاجورد و چابهار را بدیل خوب تجارت کشورهای آسیای میانه دانست. و افغانستان را اتصال منطقوی و مسیر ترانزیت نام برد و افزود : از این لحاظ ، تجارت افغانستان از اعتبار کامل و جهانی برخوردار خواهد شد.
متعاقبا: استادان ،محصلین و دیگر سخنرانان مقالات و سخنان شان را در ارتباط به اهمیت تاریخی ، سیاسی و اقتصادی راه لاجورد پر محتوا ، شیوا و ارزنده ارائه نمودند.