په بنګلادېش هېواد کې د ماسترۍ پروګرام ته د کارکوونکو پېژندل

تشریح: د بنگله دیش هېواد د برګ انستیتوت د خپل ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۴ مې نېټې یادښت له مخې، په لاندې شرایطو برابر د (government and development programme) د ماسترۍ ترکچې پروګرام کې، ددغې ادارې د څلورو کارکوونکو د معرفي کېدو غوښتونکي شوي دي.

۱- نوماند باید ددغه ادارې رسمي کارکوونکی وي.

۲- نوماند باید د ۲-۳-۴ بستونو کارکوونکی وي.

۳- نوماند باید په دغه اداره کې لږترلږه ۲ کاله کاري تجربه ولري.

۴- مېرمنو لپاره ۵ امتیازي نمرې په نظر کې نیول شوي دي.

۵- نوماند باید په انګریزې ژبه د لیسانس تحصیلي سند (دیپلوم او ترانسکریب) لرونکی او دارنګه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی او مهر لرونکی وي.

۶- نوماند باید په انګریزي ژبه پوره بلد وي.

۷- د نوماند عمر باید له ۳۵ کلونو ډېر نه وي.

له همدې امله له ټولو ولایتونو څخه غوښتل کیږي، چې د نوم لیکنې موضوع دې د ولایتي ادارې، ولسوالۍ، ښاروالۍ او د ولایتي شورا کارکوونکو ته، چې دغې ادارې پورې اړوند وي، ورسوي او دارنګه ددغې بورسیې له شرایطو سره برابر نوماندانو څخه غوښتل کیږي، چې د آزادې سیالۍ له لارې ازموېنه کې د برخه اخیستنې په موخه دې د غوښتونلیک فورم، چې له دغه لیک سره مل دی ډکه او له ضمایمو سره یوځای دې د سلواغې مېاشتې تر لومړۍ نېټې پورې manoo.malik2017@gmail.com او Ab.khaliq.idlg@gmail.com اېمیل آدرسونو ته واستوي.

د یادونې وړ ده، چې د نوماندانو بلنه او د ازموېنې اخیستلو نېټه د اسنادو له ارزونې څخه وروسته، اعلانیږي.

یادښت: د لا ډېرو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د لوړوتیا لوړونې او پراختیا ریاست همغږي کوونکي عبدالخالق اشرف زي سره، چې د ۰۷۷۸۴۵۴۵۱۱ شمېرې درلودونکی دی، اړیکه ټینګه کړئ.

برای دانلود فورم کلیک نمایید.     دانلود