ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی د پکتیکا د نوي والي په توګه وټاکل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی د ښاغلي الیاس وحدت پر ځای د پکتیکا د نوي والي په توګه پر دنده وګمارل شو.

ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی د شهید وکیل فضل الرحمن څمکني زوی، په ۱۳۵۴ لمریز کال کې زیږیدلی او د ماسټرۍ تر کچې یې لوړې زده کړې کړې دي.

ښاغلی څمکنی د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د پکتیا د خلکو استازی او تر هغې وړاندې د وزیرانو شورا د دارلانشاء د سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ډاکتر مجیب الرحمن څمکني ته د پکتیکا د والي په توګه د نوې دندې مبارکي وايي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله کوي.

دا اداره په ورته وخت کې د پکتیکا د مخکیني والي ښاغلي الیاس وحدت هڅې هم ستايي او د پکتیکا ولایت د حکومتوالۍ په اړوند چارو کې د نوموړي د هڅو او فعالیتونو قدرداني کوي.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مطبوعاتي دفتر