روح الله نیازي د ولایتونو د یوشمېر ویاندویانو ستونزې واورېدې

د هېواد د یوشمېر ولایتونو ویاندویانو د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې مالي او اداري معین روح الله نیازي سره په کتنه کې، د خپلو ولایتونو اړوند د اړیکو د ټینګښت، لاسته راوړنو او ستونزې شریکې کړې.

د ولایتونو ویاندویانو د امنیت خوندیتوب، د تخنیکي امکاناتو نشتون او دارنګه د مالي امکاناتو د کموالي په اړه، مالي او اداري معین ته معلومات ورکړل.

په ورته وخت کې د مالي او اداري معین، ویاندویانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل: د سیمه ییزه ادارو د ویاندویانو ستونزو ته د شته امکاناتو له مخې رسیده ګي کیږي.

ده همداراز ویاندویانو ته وویل، چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو له کمیسیون سره په همغږۍ، د هغوی د بستونو د لوړولو په موخه لازم اقدام ترسره کیږي.

د نیازي په خبره، د نوي لارښود له مخې، چې په کې د والیانو مرستیالانو ته د بودیجې د لس سلنې لګښت واک ورکړل شوی دی، په هغه کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم بودیجه په نظر کې نیول شوې او ویاندویانو کولای شي، چې د همدغې بودیجې څخه په ګټه اخیستنې، د اړیکو د ټینګښت، رسنیزه چارو او د غونډو جوړولو په برخو کې ګټه پورته کړي.

نیازي له ویاندویانو څخه وغوښتل، چې د سیمه ییزه ادارو د لاسته راوړنو په برخه کې، ولسونو د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو کې پوره هلې ځلې وکړي.