تاسو دهغو مېړنیو او سرښېندونکو شهیدانو دکورنیو وارثین یاست، چې دخاورې دارضي تمامیت، دیني ارزښتونو او دخپلو افغانانو دهوسا ژوند لپاره یې ځانونه قربان کړي دي!

داخبره نن ورځ دنیمروز والي ښاغلي پوهندوی دوکتور سېدولي سلطان په هغه پروګرام کې وکړه، چې دولایت مقام له خوا پر ۳۵۰ کورنیو اته قلمه خوراکي توکي وېشل کېدل!
یاد توکي دوطن په لاره کې دشهیدو شوو سرتېرو وارثینو ته دژمي د رارسېدو په مناسبت ووېشل شول!
والي صیب زیاته کړه، چې دا به زموږ لومړنۍ او وروستۍ هڅې نه وي، بلکې موږ په ټولو ادارو، خیریه بنسټونو، تجارانو او شتمنو غږ کړی، چې د شهیدانو له وارثینو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکیو مرستې وکړي او له یاده یې ونه باسي!
والي صیب همداراز وویل، چې دا کورنۍ موږ ته محترمې دي او موږ به یې په هېڅ ډول شرایطو کې له پامه ونه غورځوو!

راغلو خلکو دوالي صیب احساس او همدردي وستایله او غوښتنه یې وکړه، چې زموږ ستونزې دې همداسې په پام کې ونیوای شي!