د خوست نوی والي محمد حلیم فدايي په دې ولایت کې د یوې لویې ولسي غونډې پرمهال د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسولینو او ولسونو ته وروپېژندل شو.

په دې مراسمو کې چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي روح الله نیازي، کابل څخه راغلي پلاوي او مېلمنو، ددې ولایت ملکي او نظامي ادارو مسولینو، مامورینو، قومي مشرانو، ځوانانو، د ولایتي شورا غړو، علماکرامو، مدني ټولنو او بېلابېلو قشرونو او پرګنو استازو ګډوون کړی و، په پیل کې د ولایتي شورا استازي ښاغلي امیرالله زړه سواند لخوا نوي والي او راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل شو او له خپله اړخه او ولسونو لخوا یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې ترې وغوښتل چې د خوست د ولسونو اساسي غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

په دې ناسته کې د جمهور ریاست عالي مقام او اجراییه ریاست محترمو سلاکارانو، قومي مشرانو، د دنیا پوهنتون محترم رییس، د ځوانانو چارو محترم معین، د پکتیا ولایت محترمې مرستیالې، د کریکټ بورډ عمومي رییس، د سولې عالي شورا اجرایوي غړي، مدني فعالانو، ځوانانو او له کابل څخه راغلو مېلمنو ویناوې وړاندې کړې او په خپلو خبرو یې نوي ګمارل شوي والي ته له خپله اړخه ډاډ ورکړ او د خوست د ابادۍ او سوکالۍ لپاره یې خپلې همکاري نه ستړي کیدونکې وبلله.
په دې ناسته کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي روح الله نیازي د نوي والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د ګمارنې په اړه د جلالتماب جمهور رییس حکم ولوست او په خپلو خبرو کې یې وویل چې نوي والي په تېرو مدیریتونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هیله لري، چې د نوي مسولیت پر مهال به له شته امکاناتو غوره ګټه پورته کړي او موږ بارو لرو، چې په خپل ماموریت کې د خوستوالو په سوکالۍ او ابادۍ کې هم غوره مدیرت تر سره کړي.
ښاغلي نیازي وویل چې د نورو مسولیتونو تر څنګ په ولایت کې د جلالتماب جمهور رییس ژمنو تطبیق او تعقیب ته پاملرنه، په ولسوالیو کې د څارنوالانو او قضیانو شتون، د ولسولانو ارزیابي او د ښې حکومتوالۍ لپاره د زمینو برابرولو د نوي والي له مسولیتونو څخه دي چې تمه ده په سمه توګه به مدیریت شي.

ښاغلي روح الله نیازي وویل چې د خوست ولسونه تل له خپل نظام سره همکاره پاتې شوي او د خپل نظام او خاورې لپاره یې قربانۍ ورکړي او دا قربانۍ به یې ساتل کیږي او هیله لرو، چې له نوي والي سره به په ټولو چارو کې مهم همکاري وکړي.
له دې ورسته د خوست ولایت نوي ګمارل شوي والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د خبرو په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جلالتمآب ولسمشر او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې محترم مقام څخه په هغه د باور له امله مننه وکړه، او په تعقب یې په امنیت کې د ولس نمونوي رول، قومي جوړښتونه، قومي تړونونه، جرګې، مرکې ، فعال، با ظرفیته، آګاه، او ځوان نسل؛ علمي، تعلیمي، فرهنګي او ورزشي بالفعل او بالقوه پوتنشیل؛ ترانزیټ، صادراتي او هوايي ترانسپورتي پوتنشیل د خوست فرصتونه یاد کړل او په ملي مسایل کې د خوستوالو واضح او ملي دریځ او په ولایت د ننه د پانګوالو پانګونه یې د هغوی حب الوطني او خورا مهمه ځانګړنه وبلله.
د خوست والي ، د محسوسو او ملموسو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راوستل؛ فردي او مؤسساتي ظرفیت لوړول ؛ د ولس د خوښې پر ځای د ولس په ګټه کار کول؛ آمرانه ذهنیت په خادمانه ذهنیت بدلول او له متنفذو او مشهورو اشخاصو څخه د خوست د ستونزو په حل کې ګټه پورته کول خپل لرلید یاد کړ، او د دې تر څنګ یې ځان په هیڅ قوم، ژبه، سمت، حزب، سیاسي خوځښت او ایدیالوژي پورې محدود ونه ګاڼه او یادونه وکړه چې زه هیڅ ژمنه نه کوم، ولې خوست ولایت ته د کار او خدمت کولو له قوي او غښتلې ارادې سره راغلی یم.

والي لرلید ته د رسېدو پخاطر له خلکو غوښتنه وکړه چې د دې پر ځای چې د مبارکۍ ګلان او لونګۍ راوړي، د هغه پر ځای دې شېخ ذاهد پوهنتون او یا هم عامه کتابتون ته کتابونه را ونیسي، او پخپله یې هم سل جلده مختلف کتابونه په هارډ بڼه او د ۸۰۰۰۰ جلدونو په شاوخوا کې دیني کتابونه په سافټ بڼه د شېخ ذاهد پوهتون رئيس ته ډالۍ کړل.


والي د خبرو په پای کې د دنیا پوهتون د علمي مجتمع رئیس، د کرکټ بورډ عمومي رئیس، Asia Foundation، SIP، حاجي خان وردګ، حبیب الله شرنوال او عمر ببرکزی څخه مننه وکړه چې د ده د معرفي په ورځ یې د کتابونو، ۵ وړیا تحصیلي بورسونو او په لومړي ځل په خوست ولایت کې د شپږیزې جام د تر سره کولو ژمنې په برابرولو کې همکاري کړې ده.

نېټه: ۱۳۹۷/۱۰/۱۱