۲۰۱۸؛ د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې لپاره د لاسته راوړنو ډک کال

 

ګل آقا ضمیري

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د پراخ تشکیل او ګڼ شمېر صلاحیتونو او مسوولیتونو خاونده اداره.

دا اداره د دریو معینیتونو او اتلسو ریاستونو په تشکیل سره، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو، ۳۸۷ ولسوالیو، ۳۴ ولایتي شوراګانو او ۱۶۵ ښاروالیو د مالي چارو مدیریت او همدارنګه د جمهوري ریاست له عالي مقام سره د همغږۍ مسوولیت لري.

دا اداره په ۱۳۸۶ لمریز کال د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه جوړه شوه چې د ماموریت  اساسي هدف یې د محلي ادارو په مرسته د اغیزمنو خدماتو په عرضه کولو سره، د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون را وستل او د اغیزناکو برنامو، قوانینو، پالیسیو، انکشافي پلانونو، کاري طرحو او سټراټېژیو په جوړولو سره د ولایتونو، ولسوالیو، ولایتي شوراګانو او ښاروالیو لپاره کاري ساحې مشخصول او د اداري تشکیلاتو جوړول دي.

د نورو حکومتي ادارو ترڅنګ د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي اهدافو ته د رسېدو او همدارنګه د هېواد په کچه د قانون د حاکمیت، د ټولنیز عدالت په تامین، د خدماتو په عرضه، ولسواکي او د خلکو د حقونو په خوندیتوب کې مهم او کلیدی رول لوبولی او په هېواد کې د شته ستونزو با وجود یې د ۲۰۱۸مېلادي کال په جریان کې ګڼ شمېر لاس‌ته راوړنې درلودې او د هېواد د حکومتداري په سیسټم کې یې ګڼ شمېر نوي او مثبت اقدامات تر سره کړي دي.

د افغانستان د ښاروالیو قانون یو زوړ او پخوانی قانون و، خوشبختانه د روان کال په جریان کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د دغه قانون نوې مسوده جوړه او د وزیرانو شورا له لوري تصویب شوه.

د دې ترڅنګ په همدې کال کې د سیمه‌ييزو ادارو نوې پالیسي هم جوړه او د وزیرانو شورا له لوري تصویب شوه.

همدارنګه سږ کال د سیمه‌ییزو شوراګانو د نوي قانون مسوده هم بشپړه او دا مهال د پاتې چارو په موخه عدلیې وزارت ته لېږل شوې چې په نږدې وخت کې به یې کارونه بشپړ شي.

د دې تر څنګ یو شمیر نور حقوقي اسناد هم ترتیب شول، د ښاري حکومتولي د ښه مدیریت په موخه ګڼ شمېر طرز العملونه او کاري طرحې جوړې او د تطبیق لپاره چمتو شوې.

همدارنګه په دغه کال کې د یو شمېر ولایتونو لپاره سټراټیژیک پلانونه هم جوړ او د یو شمېر ولایتونو په انکشافي پلانونه له سره کتنه وشوه.

په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري څو لوی کنفرانسونه هم جوړ شول چې د بېلګې په ډول یې د ښاروالانو ملي کنفرانس او همدارنګه د ولسوالانو ملي کنفرانس چې په دوو پړاونو کې تر سره شو جوړ شول.

یاد کنفرانسونه په کابل کې جوړ شول چې د هېواد ټول ښاروالان او ولسوالان ورته رابلل شوي وو.

د لویو کنفرانسونو تر څنګ د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دغه کال کې د خپلو اړوند لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورینو د ظرفیت لوړونې په موخه هم ګڼ شمېر ورکشاپونه جوړ کړل چې اړوندو کارمندانو ته پکې مسلکي زده کړې ورکړل شوې.

په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نوې وېب‌پاڼه هم جوړه کړه، چې دا مهال د سیمه‌ییزې حکومتولي اړوند موادو یوه مهمه مالوماتي سرچینه بلل کېږي.

د دې ترڅنګ په دغه کال کې (شناسنامه مختصر ادارات محلی‎) په نوم کتاب هم ولیکل او چاپ شو.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د استخدام په برخه کې هم لویې لاسته راوړنې درلودې.

په دغه کال کې د ولایتونو د ۱۵ مرکزي ښارونو لپاره د ازاد رقابت له لارې نوي ښاروالان پر دندو وګمارل شول.

همدارنګه په دغه کال کې څو ولایتونو ته نوي والیان هم معرفي شول.

خوشبختانه باید ووایو چې په دې ورستیو کې د سیمه‌ییزې حکومتولي اړوند عالي رتبه بستونو کې د ښځو ونډې ته هم خاصه پاملرنه شوې او په دغه کال کې د څو ولایتونو لپاره د اجتماعي چارو د معاونینو په توګه، څو مېرمنې پر دندو وګمارل شوې.

د دې ترڅنګ په دغه کال کې اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون سره په ګډه همکاري ګڼ شمېر ولسوالان او په لسګونو ټیټ رتبه مامورین د آزاد رقابت له لارې په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې پر دندو وګمارل شول.

د روان کال دلېندۍ په ۲۸مه نېټه، د سیمه‌ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د  HRMIS یا د بشري سرچینو د مالوماتو مدیریت سیسټم هم پرانستل شو.

که څه هم د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ستونزې موجودې وې، خو سیمه‌ییزې ادارې وتوانېدې چې په ګڼ شمېر ولسوالیو کې په سلګونو رغنیزې پروژې پلې او همدارنګه د خلکو او حکومت تر منځ د اړیکو د لا نږدېوالي په برخه کې مهم اقدامات ترسره کړي.

د ۲۰۱۸ مېلادي کال په جریان کې یو شمیر ولایتونو هم ارتقا وکړه، لغمان او بادغیس هغه ولایتونه دي چې له درېیمې درجې څخه یې لومړۍ درجې او همدارنګه غزنی او پکتیا هغه ولایتونه دي چې له دویمې درجې څخه یې لومړۍ درجې ته ارتقا وکړه.

په دغه کال کې ښاروالیو ته هم خاصه پاملرنه شوې چې له امله یې د ښاروالیو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ‌ته شوی، په ۲۰۱۸ کال کې د هېواد د ګن شمېر ښاروالیو عواید د تېر کال په پرتله څو چنده زیات شوي دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام هم په دغه کال کې ډېر پرمختګ وکړ چې دا مهال په څلورو لویو ښارونو (جلال اباد، هرات، کندهار او مزار شریف ) کې د یاد پروګرام کارونه عملاً پیل شوي دي.

په ولایتي کچه د لویو او ملي پروژو په تطبیق کې د والیانو او ښاروالانو نقش خورا مهم دی، خوشبختانه کومې لویې پروژې چې په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې پيل شوې، والیانو او ښاروالانو پکې مهم نقش ولوبولو او په دې برخه کې یې اغیزناکې چارې تر سره کړې دي.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مخکښه وه، د روان کال په جریان کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وتوانېده چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په موخه یوه خاصه کمیټه ایجاد کړي.

دغه کمیټه ایجاد شوه او اوس د یوه ځانګړي طرز العلمل له مخې د اداري فساد د مخنیوي په موخه لازم اقدامات کوي.

په ټولیز ډول ویلای شو چې ۲۰۱۸ مېلادي کال د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لپاره یو مهم او له لاسته راوړنو ډک کال وو، په دغه کال کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د حقوقي اسنادو په جوړولو، د خدماتو په عرضه، د عوایدو په زیاتوالي، ولسي چارو، عامه پوهاوي او استخدام په برخه کې اغېزناک فعالیتونه تر سره کړل چې د نظام د ملي اهدافو په تعقیب کې یې فوق العاده رول لوبولی دی.

ان شاء الله چې ۲۰۱۹ مېلادي کال به هم د دغې ادارې لپاره مهم کال وي، موږ هیله من یوو چې د ۲۰۱۹ مېلادي کال تر پایه به د سیمه‌ییزو ادارو نوی قانون هم جوړ شي او د دې ترڅنګ به په ولایتونو کې ګڼ شمېر نور بنیادي کارونه تر سره شي.