خوست ښاروال: سږکال مو په عوایدو کې زیاتوالی راوستلی دی

خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي ولسونو ته د ښاروالۍ په هکله د حساب ورکونې په غونډه کې، وویل، چې حساب ورکونه د ښې حکومتوالۍ بنسټيز اصل یاد کړ، چې ښاریان کولی شي، په میاشتیني، ربعوار او کلني ډول د عوایدو، مصارفو، پروژو او ښاري حکومتوالۍ له چارو خبر شي.

ده د ۱۳۹۷ مالي کال له لاسته راوړنو څخه ډک وباله، چې په وینا یې د خوست د ښاروالۍ په عوایدو کې (۱۱) سلنه لوړوالی راغلی دی.

محمدزی وایي: د سږ کال په ترڅ کې یې نږدې اته لویې او وړې رغنیزې پروژې بشپړې کړي او یا هم تر کار لاندې دي او ددې ترڅنګ یې د ځینو ستونزو او ناخوالو یادونه هم وکړه، چې په رغنیزو پروژو کې ورته خنډونه ایجادیږي او د ښاري پراختیا مخه یې ډب کړېده.

د غونډې پر دوام د ښاري حکومتوالۍ آمر له لوري د تېر یو کال فعالیتونو په هکله بشپړ مالومات وړاندې شول، چې پدې لړ کې یې د ګذر وکیلانو پروسې تکمیلول، د ښاروالیو شبکې جوړونه، د افغانیو د ترویج پروګرامونه، د مجلې چاپول، د ملي مناسبتونو نمانځل، د ښاري کلتور د پیاوړتیا په موخه روزنیز پروګرامونو او  په سپورتي برخه کې د ښاروالیو منختبو لوبډلو د اتلولیو لاسته راوړل یې مهمې برخې وې.

د عوایدو او محاسبې مدیریتونو له له لوري د تېر یو کال راپورونه وړاندې شول، چې له مخې یې یوسلو یو دیرش میلیونه، څلور سوه زره، اته سوه شپږ اتیا افغانۍ عواید راټول شوي او د تېر کال په پرتله پکې نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ زیادت راغلی دی او همداشان پدې موده کې په دریو مصارفاتي کوډونو کې  یوسلو اوه ویشت میلیونه، اته لکه، پنځه زره، دوه سوه اوولس افغانۍ مصرف شوي او څه کم پنځه میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ په اکاونټ کې پاتې دي.

د غونډې په بله برخه کې ګډونوالو په ټولو برخو کې خپلې پوښتنې او غوښتنې شریکې کړې، چې د چارواکیو له لوري ورته په هره برخه کې ځوابونه وویل شول.