د پکتیکا د ښاروالۍ عواید زیات شوي دي

د پکتیکا د ښاروالۍ چارواکیو د یوې غونډې په ترڅ کې ولس ته د تېر یوه کال لاسته روړانو، ستونزو او د راتلوونکي کال لپاره د پلان په اړه معلومات ورکړل.

د پکتیکا ښاروالۍ چارواکي وايي: سږکال يې عوايد څلويښت سلنه زيات کړي دي. دوی وويل چې سږکال یې په ښرنه کې د یو پارک د جوړېدو چارې یې یوه خصوصي سکتور ته په قرار داد ورکړي دي.

دوي همداراز زياته کړه چې، د نورو لاسته راوړنو تر څنګ یې د ښاري پراختیا په برخه کې هم د پام وړ کارونه تر سره کړي دي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د دفتر رئیس محمد رسول عادل هم خبرې وکړې ویې ویل: دا چې د ښاروالۍ خدمات په عوايدو پورې تړلي دي، نو پکار ده، چې ولسونه د عوایدو په راټولولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

عادل زياته کړه چې د ښرنې ښار په لومړي وخت کې په بيړه جوړ شوی، چې ډېرې ستونزې پکې شته.

دده په خبره د ولایت رهبري د ښرنې ښار د پراخېدو په موخه یو پلاوی هم راغوښتی ترڅو دا ستونزه هواره کړي