حليم فدايي د خوست نوی والي وټاکل شو

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، محمد حليم فدايي د خوست لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو.

ښاغلی فدايي د حکومتولي په برخه کې پرېمانه تجربې لري او تر دې وړاندې د ميدان وردګو او لوګر والي هم پاتې شوی دی.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د خوست له مخکېني والي ښاغلي حکم خان حبيبي څخه مننه کوي چې په خوست کې یې د حکومت او خلکو تر منځ‌ د واټن کمولو، ښې حکومتولي او انکشاف په برخه کې رغنده هڅې کړې دي.

ښاغلي حليم فدايي ته په ورسپارل شويو چارو کې لا ډېره بريا غواړو.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره