لغمان کې یو مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه مارکېټ، د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې، د مهترلام بابا د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی دی.

ددغه مارکېټ په رغونې څه کم اوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د لغمان والي محمد اصف ننګ، په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: راتلونکي کال کې به په دې ولایت کې د رغونې کارونه لا پسې چټک شي.

ننګ د مهترلام ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې په ټولو رغنیزو پروژو کې دې، کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې، دغه مارکیټ شپږ سترې هټۍ لري، چې د جوړېدو چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي دي.

ښاروال وایي، چې په دغه مارکیټ کې ټولې اړینې اړتیاوې په پام کې نیول شوي او ورسره به د ښاروالۍ به عوایدو کې زیاتوالی هم راشي.