د سیمه ییزو ارګانونو په اداره کې د HRMIS نوی سیسټم پرانېستل شو

د روان کال دلیندۍ په ۲۸ مه نېټه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره کې د  HRMIS یا د بشري سرچینو د معلوماتو مدیریت سیسټم پرانېستل شو.

یاد سیسټم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په نوښت، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او د احصایې ملي ادارې په همکارۍ رامنځته شوی دی، چې موخه یې د بشري منابعو د معلوماتي مدیریت الکترونیکي کېدل په ګوته شوي دي.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د بشري سرچینو عمومي رییس ایمل صالح زي وویل: نن یو ځل بیا د ملکي خدمتونو د الکترونیکي کېدلو په برخه کې نوی ګام اخلو. د یاد سیسټم له مخې، تر اوسه پورې له اوزره څخه د زیاتو کارکوونکو د سوانحو دفترونه په اړوند الکترونیکي ډیتابیس کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون څخه مننه وکړه، چې د یاد سیسټم په جوړولو سره یې، د بشري سرچینو او دارنګه د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې پوره اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

په ورته وخت کې، د الکترونیکي حکومتولۍ د پلې کېدو او د بشري منابعو د مدیریت معلوماتو د سیسټم مشرې زرغونه اسلمي د یاد سیسټم په اړه معلوماتي پرېزنتیشن وړاندې کړ. د نوموړې په خبره، په لومړیو کې یاد سیسټم په مرسته د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په مرکزي اداره کې، درې مادیوله (د تشکیلاتو، تعیناتو او سوانحو) په برخو کې پلې او په ترتیب سره به د بشري سرچینې نورې برخې هم پکې شاملې شي.

د مېرمن اسلمي په وینا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېیسیون هوډ لري، ترڅو یاد سیسټم په ولایتونو کې هم پلې کړي.

د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې د کارکوونکو د ډیتابیس عمومي مدیر رضاخان ابراهیم خېل وايي: ددغه سیسټم څخه په ګټه اخیستنې سره د ملکي خدمتونو اړوند ټول سیسټمونه به د HRMIS سیسټم کې ځای پرځای شي.

دده په خبره، یاد سیسټم د روڼتیا او په کارکوونکو پورې اړوند ټول معلومات عمومي سرور ته لېږدوي.

د معلوماتو له مخې، نوی سیسټم د ملکي خدمتونو د ټولو ادارو د اړتیاوو ځوابونکی دی، چې تر اوسه پورې په لسو ادارو کې پلی شوی دی.