ولسمشر د ولسوالانو دویم ملي کنفرانس وستایه

د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملي بحث تر سرلیک لاندې د ولسوالانو د دویم ملي کنفرانس د دویمې ورځې لومړۍ برخه د ښاروالیو اړوند مسایلو باندې بحث کولو ته ځانګړې شوې وه. په دغه برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل، د ښاري حکومتولۍ عمومي رئیس محمد نصیر حمیدي او د ولسي تړون ملي پروګرام مشرانو ګډون کړی وو او خپل پرزینټیشنونه یې وړاندې کړل.


په دغه برخه کې ولسوالانو ته د ښاروالیو او همدارنګه د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معین د هېواد له ولسولانو څخه وغوښتل ترڅو د یاد ملي پروګرام په تطبیق کې د ښاروالیو او د کلیو پراختیا وزارت سره همکاري وکړي. ښاغلي پوپل وویل، د ولسي تړون پروګرام په همغږۍ او څارنه کې د ولسوالانو نقش خورا مهم دی او هیله یې وکړه، چې ولسوالان باید ددغه پروګرام په ښه تطبیق کې له اړوند برخو سره بشپړه همکاري وکړي.
په دې اړه ولسوالانو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه له اړوند مسئولینو سره شریک کړل او ددغه پروګرام د ښه تطبیق په اړه یې له خپل اړخه ژمنه وکړه. ولسوالانو پخپلو خبرو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري تطبیق کیدونکې پروژې اغیزمنې او ګټورې وبللې او هیله یې وکړه، چې عملي کارونه یې باید ټولو ولسوالیو ته پخپل وخت ورسول شي.
د کنفرانس د دویمې ورځې په دویمه برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بیک، ددې ادارې مرستیالانو او ټولو رئیسانو برخه اخیستې وه. ښاغلي بیک ولسوالانو ته په ولسوالیو کې د حکومتدارۍ د ښه مدیریت په اړه خپلې لارښوونې وکړې او د سیمه ییزو ادارو په اړه د مرکزي حکومت د نویو پلانونو او اقداماتو په اړه یې خپل معلومات ورسره شریک کړل.
ښاغلي بیک وویل، ولسوالان په سیمه ییزه کچه د افغانستان په ثبات، بیا رغونه، امنیت او له ولسونو سره د حکومت د اړیکو په ټینګښت کې کلیدي نقش لري او ټینګار یې وکړ چې ولسوالان باید په دې اړه خپل مسئولیت اداء کړي.


په ورته وخت کې ولسوالانو هم خپلې غوښتنې او وړاندیزونه او همدارنګه په اړوند ولسوالیو کې د شته ستونزو په اړه ښاغلي عبدالمتین بیک ته معلومات ورکړل، چې د نوموړي له لوري ورته لازم ځوابونه ورکړل شول.
د کنفرانس د پای مراسم ( اختتامیه غونډه ) د جمهوري ریاست د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، چې د ولسمشر په ګډون د کابینې ګڼ شمیر غړو پکې ګډون درلود.
د یادې غونډې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بیک په یاد کنفرانس کې د ترسره شویو کارونو په اړه خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
نوموړي د دغه کنفرانس د بریالیتوب په خاطر د ولسمشر د پاملرنې مننه وکړه وې ویل: ولسوالانو په دوه ورځني کنفرانس کې هر اړخیز بحثونه لرل او خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې مطرح کړې او یاد کنفرانس د هغوی د دندو د ښه ترسره کولو لپاره په لار نقشه بدلېږي.
وروسته د هرات د غوریان ولسوال فرهاد خادمي، د پروان د غوربند ولسوال نوراقا سامي، د غور د لعل او سرجنګل ولسوال محمدیاسین نجفي زاده او د کابل د بګرامیو ولسوال محمدګل شرافت د نورو ولسوالانو په استازیتوب خبرې وکړې.


هغوی د یاد کنفرانس د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ د دښمن د تبلیغاتو ضد پروګرام د تطبیق، له تصفیوي عملیاتو وروسته د ټولنیز قرارداد، د ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، سیمه ییزې اردو د ایجاد، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، غیر مسوولو وسله والو پر ضد د مبارزې، د وطندار محوره حکومتولۍ، ولسوالانو ته د زیاتو واکونو د ورکړې، طبیعي پېښو ته د رسیدګي، د اساسي خدماتو د وړاندې کولو د محلي کولو او د ولسوالانو د امنیت د تامین په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري جوړ شوی یاد کنفرانس وستایه او د ولسوالانو د خبرو له اورېدو وروسته یې وویل: ولسوالۍ له دولت او ملت سره د اړیکې لومړۍ نقطه ده او د هغوی رول په حکومتولي کې ارزښت لري او تاسو په خپلو سیمو کې زما ځانګړي استازي یاست.
ولسمشر د کنفرانس په جریان کې د هغوی د نظریاتو، ارزونې او عادلانه قضاوت مننه وکړه وې ویل: پر خلکو ستاسو تمرکز زیات وو او دا د عظیم تحول ښودونکی دی. هغه زیاته کړه، ستاسو په لیدلورو کې مې ملي اجماع وموندله چې په سوله، ثبات، وفاق او اقتصادي پرمختګ به بدله شي.
ولسمشر د دوی د کار په ځای کې د ولسوالانو په حضور، د معلوماتو په شریکولو او د راپور په برابرولو ټینګار وکړ وې ویل: په ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو د حاضرۍ په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته راپور ورکړئ.