د کابل والي لومړی مقام وګاټه

د افغانستان د واليانو تر منځ په انلاين سياليو کې د کابل والي محمد يعقوب حيدري تر ټولو د زياتو رايو په اخيستو لومړی مقام خپل کړ.
په دغه انلاين نظرپوښتنه کې د ننګرهار والي حيات الله حيات دويم او د پکتيا والي شميم خان کټوازی درېيم والي دی چې تر نورو زياتې رایې يې اخيستې.
د واليانو تر منځ دغه سيالۍ د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې د مطبوعاتي دفتر له خوا په دريو پړاوونو کې وشوې چې په لومړي پړاو کې یې د څلوردېرشو واليانو له ډلې، پنځلسو تنو دويم پړاو ته لاره ومونده او په دويم هغه کې بيا له پنځلسو تنو، پنځه یې وروستي پړاو ته ووتل.


په وروستي پړاو کې د کابل، ننګرهار، پکتيا، پروان او هلمند د واليانو تر منځ سيالۍ کېدې چې نن سهار پای ته ورسېدې.
په دغه سيالي کې ټول ټال دوه سوه نولس زره، نهه سوه او يو دېرش رايې کارول شوې چې پکې شپږ اويا زره، درې سوه او اته رايې پاکې او پاتې نورې يې په وي‌پي‌اين او يا جعلي ای‌پي‌ګانو کارول شوې وې. د سياليو په لومړي پړاو کې ټولې يو سل او څوارلس زره، څلور سوه او درې دېرش رايې کارول شوې وې چې پکې اووه شپېته زره، اته سوه او يو دېرش رايې پاکې او شپږ څلوېښت زره، شپږ سوه او دوه رايې جعلې وې.
په دويم پړاو کې بيا ټول ټال يو اتيا زره، يو سل او څلور څلوېښت رايې کارول شوې وې چې پکې پنځه دېرش زره، پنځه سوه او درې پاکې او پنځه څلوېښت زره، شپږ سوه او يو څلوېښت جعلې وې.
او په وروستي پړاو کې بيا ټول ټال څلرويشت زره، درې سوه او پنځه څلوېښت رايې کارول شوې چې اته زره، څلور سوه او دوه څلوېښت پکې پاکې او پنځلس زره، نهه سوه او درې رايې جعلې وې.
د سياليو په وروستي پړاو کې د کابل والي محمد يعقوب حيدري د دوه زره، اته سوه او ديارلسو رايو په اخيستو لومړی، د ننګرهار والي حيات الله حيات د يو زر، شپږ سوه او شپږ اويا رايو په اخيستو دويم او د پکتيا والي شميم خان کټوازي د يو زر، څلور سوه او شپږ نوي رايو په اخيستو درېيم مقام تر لاسه کړ.


د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره له ټولو هېوادوالو مننه کوي چې په دغه پروسه کې يې برخه واخيسته او د دوی په اند، تر ټولو وړ، خدمتګار او اغېزناک والي ته يې رايې ورکړې.
د دغې ادارې مطبوعاتي دفتر درستو هېوادوالو او د سياليو ګډونوالو ته ډاډ ورکوي چې دغه پروسه بشپړه رڼه او له لاسوهنې پرته تر سره شوه.
ټاکل شوې ده چې ژر به د درېيم پړاو بريالي درې واليان د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا ځانګړي وستايل شي.