لغمان والي: راتلونکي کال کې به لسګونه پروژې په دغه ولایت کې پیل شي

د لغمان والي محمد آصف ننګ وایي، راتلونکي کال لپاره به په دې ولایت کې د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې لسګونه پروژې پیل شي.

ده دغه څرګندونې د شمشاد ټلویزیون په هغې مناظرې کې وکړې، چې د ولایت مقام په تالار کې د عامه خدماتو څخه د ګټې اخیستنې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه جوړه شوې وه.

ننګ همداراز وویل: د روان مالي کال په جریان کې د رغونې ۵۵ پروژو چارې بشپړې شوي، چې له امله یې اوس مهال په زرګونه تنه ترېنه ګټه اخلي او ګڼ شمېر اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د سترو پروژو لپاره ډونران پیدا کړي او ژر به یې چارې پیل شي.

هغه دغه راز وایي، چې د شاهي کانال، وطن ګټو، هوایي ډکر او نورو سترو پروژو مقدماتي چارې به په نږدې وختونو کې هم پیل شي.

ننګ دغه راز یادونه وکړه، چې په یاد ولایت کې د بې وزګارتیا ختمیدو په برخه کې له زرو زیات وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار ګمارل شوي دي.

په دې مناظره کې د ګډونوالو له لوري د پنل له میلمنو څخه په بیلابیلو برخو کې پوښتنې هم وشوې.