د ښاري پراختیا عالي شوار د سرخکانو د ملي پارک د جوړولو طرحه تصویب کړه

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ، د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د سرخکانو د ملي پارک د جوړولو پر طرحې بحث او خبرې وکړې.

دغه غونډه، چې د ګلخانۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، د لغمان والي ښاغلی محمد اصف ننګ هم حاضر و.

په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د سرخکانو ملي پارک د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.دده په خبره دا پارک د کابل-ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د سیمې اړوند په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

د مهترلام ښاروال د دې پارک جوړول د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې، د پانګونې د جلبولو او اشتغال لپاره ارزښتناکه وبلله زیاته یې کړه: ددې پارک پر جوړېدو په تخمیني ډول له ۱۷۰ میلیون افغانیو زیات لګښت راځي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته، یاده طرحه تصویب او د هېواد جمهوررئیس د مهترلام ښاروال او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د سرخکانو ملي پارک د جوړولو په موخه دې د بودیجې د برابرولو لپاره پایلې ته ورسېږي.