د لغمان د ترانسپورت لپاره نوې ودانۍ جوړیږي

د لغمان د ترانسپورت مدیریت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ، د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ او د ولایتي ادارې ګڼ شمېر چارواکیو هم ګډون کړی و.

د لغمان والي محمد اصف ننګ د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: په دې ولایت کې د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي، هغه د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال څخه وغوښتل، چې د یادې ادارې لوړولو او نورو برخو ته دې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال امام محمد وریماچ بیا وویل: د ترانسپورت مدیریت لپاره پر دغه ودانۍ لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د یاد وزارت لخوا ورکول کیږي.

ده همداراز وویل، د پنځه میلیونه نورو افغانیو په لګښت به د یادې ودانۍ لپاره د چهاردیوالۍ چارې هم پیل شي.

دغه ودانۍ به په نیم جریب ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شي