لغمان کې له اداري فساد سره د مبارزې او اداري اصولو ورکشاپ جوړ شو

دغه ورکشاپ، چې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې له لوري جوړ شوی دی، په ترڅ کې به یې د ولایت مقام کارکوونکو ته د فساد سره د مبارزې، اداري اصولو او اخلاقو په اړه عامه پوهاوی ورکول کیږي.

د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې استازي عبدالواحد عظیمي د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل: دوی له دې وړاندې هم ورته ورکشاپونه به بېلابېلو ولایتونو کې جوړ کړي دي.

عظیمي زیاتوي، چې د ښې حکومتوالۍ، حساب ورکونې او د ولس او ادارو ترمنځ د اړیکو نږدیوالي په اړه به هم ګڼ شمېر تکتیکونه او روشونو باندې کار وشي.

په ورته وخت کې د لغمان د بشري سرچینو رییس سرحدي ځواک د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې پر وخت دې ورکشاپ ته حاضریږي.

ده وویل: په دغه درې ورځني ورکشاپ کې به د ولایت مقام کارکوونکو ته د اداري فساد سره د مبارزې او دغه راز د اداري اصولو او اخلاقو او مکتوب لیکنې سربیره، د جزا د نویو کوډونو په اړه ګڼې لارښوونې او لارې چارې وښودل شي.