د قرغیو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیدانو سیمه کې د یو سل او لس متره په اوږدوالي فرعي سړک تر جوړېدو وروسته، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري جوړ شوی دی.

پر دغه سړک څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ورکړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې یاد سرک د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې شاوخوا درې سوه کورنیو ته یې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.