جنرال مظفر الدين د ميدان وردګو نوی والي شو

وروسته له هغه چې د ميدان وردګو مخکېني والي ډاکټر محمد عارف شاه‌جهان له خپلې دندې استعفا ورکړه، د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، ښاغلی جنرال عبداليمين مظفرالدين د ميدان وردګو د نوي والي په توګه وټاکل شو.

جنرال مظفرالدين په نظامي برخه کې لوړې زده‌کړې او د کار کافي تجربه لري.

دی تر دې وړاندې د ميدان وردګو د امنيه قوماندان او فرقه‌مشر په توګه هم پاتې شوی او په دې سربېره، په دې وروستيو کې په ياد ولايت کې د يوې قومي شورا رييس و.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د ميدان وردګو له مخکېني والي ښاغلي ډاکټر محمد عارف شاه‌جهان څخه د ښې حکومتولي او د خلکو او حکومت تر منځ د اړيکو جوړولو په برخه کې د هڅو او لاسته راوړنو له امله منننه کوي.

ښاغلی شاه‌جهان په ميدان وردګو کې د دندې پر مهال بريالی والي و چې د امنيتي او ملکي ارګانونو او نهادونو تر منځ یې همغږي جوړه کړې وه او له مرکز سره یې د خلکو اساسي ستونزې پر وخت شريکولې.

همدا هڅې وې چې د ميدان وردګو د خلکو ډېرې ستونزې پر وخت حل کېدې.‌

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره