جمهور رییس غني د پکتیکا د ولایتي شورا غړو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

جمهوررئیس محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، نن سهار د پکتیکا ولایتي شورا له غړو سره  وکتل.
د ولایتي شورا غړو جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ، په اقتصاد، زېربنایي او امنیتي برخو کې یې د جمهوررئیس له هلوځلو او پروګرامونو مننه وکړه.
دوی په بېلابېلو برخو کې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس سره د حل په موخه شریک کړل. جمهوررئیس وویل: د پکتیکا قومي جوړښت، یووالی او همغږي پیاوړې ده او موږ باید په یوه داسې طرحه کار وکړو، چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګټوره تمامه شي.
جمهوررئیس همداراز وویل: د ۶ زره ښوونځیو ودانولو لړۍ پیل شوې، چې په پایله کې به یې د پکتیکا د ښوونځیو ستونزه حل شي او د پکتیکا د لوړو زده کړو په موسسه کې به یو پوهنځی زیات شي.
جمهوررئیس همداراز ژمنه وکړه چې د خلکو لپاره د ښو خدماتو د وړاندې کولو په موخه به پکتیکا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقاء وکړي.