د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خواشینۍ پیغام

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خواشینۍ پیغام
۱۳۹۷ لړم ۹
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فراه د ولایتي شورا رئیس ښاغلی فرید بختور او د فراه دولایتي شورا غړې آغلې جمیله امیني د ۲۵ نورو هېوادوالو سره یو ځای نن چهارشنبه د روان لمریز کال د لړم په ۹ مه نېټه د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ او د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله په شهادت رسیدلي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه په یاده پېښه ژوره خواشیني څرګندوي، د شهیدانو کورنیو، د فراه ولایتي شورا، سیمه ییزې ادارې او د فراه ولایت شریفو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د پیښې ټولو شهیدانو ته د الله تعالی له درباره د جنت فردوس هیله کوي.
عبدالمتین بیک
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس