د نورستان نوي مالي او اداري رییس خپله دنده پیل کړه

د نورستان نوي مالي او اداري رئیس احسا ن الله حسیني د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم له لوري، ددغې ادارې کارکونکو ته وروپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه .
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم حسیني ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ .
نوي رئیس هم په خپلو خبرو کې ډاد ورکړ، چې د قانون په رڼا کې به ورسپارل شوې چارې په ښه ډول سمبال کړي.

حسیني لوړې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې لوړې زده کړې لري، او په بېلابېلو موسساتو او کورنیو چارو وزارت په مالي چارو کې د کار پوره تجربه لري