د سیمه ییزو شوراګانو د قانون مسوده بشپړه شوه

۲۴ میزان ۱۳۹۷ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د انسجام عمومي ریاست له لوري د سیمه ییزو شوراګانو د قانون مسوده، د ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو لپاره د داد خواهۍ لارښود، د ولایتي شوراګانو له لارې عامه شکایتونو ته د رسیدنې طرز العمل، د څارنې د څرنګوالي مقرره او د سیمه ییزو شوراګانو د څارنې فورمونه بشپړل شول.

په همدې موخه د روان کال د میزان میاشتې په ۲۳ مه نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د یو شمیر رئیسانو، د مرستندویه موسساتو د استازو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د تخنیکي همکارانو په ګډون یوه ناسته ترسره او یاد حقوقي اسناد پکې شریک او په اړه یې د ناستې د ګډونوالو نظرونه راټول شول.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د انسجام رئیس سعید احمد خاموش وویل: د سیمه ییزو شوراګانو د قانون د مسودې د بډاینې په موخه د هېواد په اوو زونو کې د مشورې او نظر غوښتنې مشورتي غونډې جوړې او په یادو غونډو کې د ولایتي شوراګانو، د  سیمه ییزو ادارو د بېلابېلو مسئولینو، د ښاروالیو د مشورتي بورد، سیاسي احزابو، مدني ټولنو، اکادمیکو نهادونو او د مرستندویه موسساتو څخه نظرونه راټول او وروسته د یوې دقیقې مطالعې څخه په یاده مسوده کې ځای پر ځای شول.

ښاغلي خاموش زیاته کړه، د سیمه ییزو شوراګانو د قانون مسوده به د پاتې مراحلو په موخه د عدلیې وزارت ته ولیږل شي، همدارنګه به د ولایتي شوراګانو له لارې عامه شکایتونو ته د رسېدنې طرز العمل، د ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو لپاره د دادخواهۍ لارښود او د ولایتي شوراګانو/ سیمه ییزو شوراګانو د څارنې د څرنګوالي مقرره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مقام له تائید وروسته د تطبیق وړ وګرځي.

سعید احمد خاموش وايي: په یادو حقوقي اسنادو کې د سیمه ییزو شوراګانو صلاحیتونه، د څارنې څرنګوالی، د مشورې ورکونې ساحې، د سیمه ییزو شوراګانو او دولتي ادارو ترمنځ کاري اړیکي او یو شمیر نور مسئولیتونه په څرګند ډول تعریف شوي دي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ددغو قوانینو پلي کیدل به د خلکو او شوراګانو ترمنځ د اړیکو په تامین او اغیزمنتوب او همدارنګه د کاري چارو په بهتر والي کې سیستماتیک رول ولوبوي.

د یادولو وړ ده، چې د یادو حقوقي اسنادو تر طی مراحلو وروسته به ولایتي شوراګانې، د ولسوالیو شوراګانې او د کلیو شوراګانې له لاندې حقوقي اسنادو څخه برخمنې وي:

  1. د سیمه ییزو شوراګانو قانون
  2. د ولایتي/ سیمه ییزو شوراګانو د څارنې د څرنګوالي د مقررې لارښود
  3. د ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو لپاره د دادخواهۍ لارښود
  4. د ولایتي شوراګانو له لارې عامه شکایتونو ته د رسیدنې طرز العمل
  5. د څارنې فورمونه