ولسمشر د سيمه‌ييزو ارګانونو رييسان او کارکوونکي وستايل

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې دوه تنه ريیسان او د بشري سرچینو عمومي ریاست دوه تنه کارکوونکي د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري په لومړۍ او دویمه درجه تقدیرنامو و ستایل شول.

د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۳۱ ګڼې حکم په اساس د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو چارو معینیت د ښاري حکومتولي لوی ريیس محمد نصیر حمیدي او د دغې ادارې د بشري سرچینو عمومي ريیس ایمل صالح‌زي ته لومړۍ درجه تقدیر نامې او همدارنګه د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د بشري سرچینو د عمومي ریاست د لوړ رتبه بستونو د تعیناتو کارپوه سیر قاسمي او د دغه ریاست د لوړو رتبه اسنادو د بررسي او تحلیل کارپوه عبدالرحمن پاڅون ته دویمه درجه تقدیر نامې ورکړل شوې.

د جمهوري ریاست د عالي مقام په حکم کې راغلي چې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې یادو کارمندانو د ښاروالیو د نوي طرز العمل په اساس په هېواد کې د شپاړسو ښاروالیو لپاره د ازاد رقابت له لارې د ښاروالانو د ګمارنې په بهیر کې فعاله برخه اخیستې، هلې ځلې یې کړې او خپلې اړوندې دندې یې په پوره رښتینولي سر ته رسولې دي.
د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې مشرتابه دغو کسانو ته د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري د ورکړل شويو تقدیرنامو مبارکي وايي او په چارو کې یې لا بریالي غواړي.‌