دکونړ پارون په لویه لار د (۱۲) واشونو دجوړولو چارې پیل شوې.

دنورستان والي حافظ عبدالقیوم نن د دولس واشونو د جوړونې په موخه د پرانستې په یوه غونډه کې د واشونو د جوړوني پټۍ پرېکړه چې له مخې به یې دکونړ پارون په لویه لار دولس واشونه جوړ شي .
دنورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل : دغه واشونه شاوخوا دري اعشاریه څلورو میلیون افغانیو په لګښت د ولایت د عادي بودیجې له مخې دشپږو میاشتو په وخت کې جوړیږي.
والي د دې ترڅنګ چې دایی د نورستان دپرمختګ په لور یو بل ګام یاد کړ وویل : یاد واشونه به موټر چلونکو ته اسانتیاوې رامنځ ته او تر یوحده به یی ستونزې کمې کړې نوموړې په قرار دادي شرکت ټینګار وکړ چې کار په معیاري ډول سرته ورسوي.
دپرانستې په غونډه کې د نورستان دملکي او نظامي ادارو مسولینو هم ګډون درلود .