ولسمشر د بلخ له ولسوالانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت ولسوالانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې ولسوالانو د امنیت، په ولسوالیو کې د پوهنې د تشکیل او د ولسي تړون پروژو د تطبیق د دوام په اړه خپلې ستونزې او غوښتنې د جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني له ولسوالانو څخه د سیمه ‏ییزې حکومتولۍ د ښه والي له امله مننه وکړه او وې ویل، ډېر ژر به په کابل کې د ولسوالانو سیمینار جوړ شي چې په دغه سمینار کې به د ټول هېواد څخه ولسوالان د سیمه‎ییزو ادارو پر ننګونو بحث وکړي.

جمهوررئیس غني د ولسوالانو د بریا کچه د خلکو په رضایت پورې تړلې وبلله او د سیمه‏ ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د سیمه‎ییزه ملکي ادارو او پوځي برخو ترمنځ د صلاحیتونو تعادل رامنځته کړي.