د نورستان ۹۰۰ سوه نادارو کورنيو ته غنم ورکول کېږی

په نورستان کې له نهو سوو هغو کورنیو سره چې وچکالي یې ژوند اغېزمن کړی دی، د غنمو مرستې پیل شوې.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، دغه مرستې به له کورنيو بې‌ځايه شويو، اړو او نادارو کورنيو سره وشي.‌
د مرستو دغه لړۍ د پارون له اشټيوي کلي پيل شوې او ټاکل شوې ده چې ورڅېرمه نورو کليو ته به هم پسې پراخه شي.‌
تر اوسه پورې په دغه لړۍ کې د اشټوې د کلي درې سوه اتيا کورنیو ته اووه سوه او شپېته بوجۍ، يا اته دېرش ټنه غنم ورکول شوي دي.‌
ښاغلی حافظ عبدالقيوم وايي، په دې سربېره، اووه سوه ټنه نور غنم به د نورستان د هرې ولسوالي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه به بيا اړو کورنیو ته پسې رسول کېږي.