د کانټيوا سړک جوړ او د ګټې اخيستو شو

د نورستان د کانټيوا درې سړک په څلور پنځوس اعشاريه شپږ ميليونه افغانۍ جوړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شو.

دغه سړک شپاړس اعشاريه پنځه کيلو مټره اوږدوالی لري او سور یې پنځه مټره دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سړک د پرانيستو پر مهال وويل، د څه د پاسه یو کیلو مټر په اوږدوالي  سړک د یادې درې د خلکو له خوا جوړ شوی دی چې په ځینو ځایونو کې یې  پراخوالی ان  تر اووو مټرو پورې رسېږي.

ده وویل د دغې درې د پاتې سړک د جوړونې په موخه همدا اوس د انجنرانو د سروې ټیم په کار بوخت دی او د کانټیوا تر چمنه به ټول سړک سروي کړي.

تر اوسه دغه سروې تر لسو کیلو مټرو اوښتې.

والي وویل، د راتلونکي پنځه کلن پلان په لومړیو دريو کالو کې به کانټیوا ته دغه غځېدلې لاره په پاخه او اساسي ډول جوړه شي چې د دې او نورو پروژو په پلې کېدو او سرته رسېدو سره به د کانټیوا دره یو نوی پرمختیایي رنګ واخلي او په  نورستان کې به له مترقي سیمو وشمېرل شي .

د نورستان د کلیو پراختیا ريیس انجینر سید معصوم سیدي وویل، له دې جوړ شوي سړک څخه به ۳۰ کلي یا  ۱۵۰۰۰ تنه هېوادوال ګټه واخلي او دوی پلان لري چې د دې درې نور کلیوالي سړکونه هم ورغوي.

په جوړ شوي سړک کې تر پنځه څلوېښت پورې استنادي دېوالونه، پلچکونه او واشونه هم جوړ شوي دي.