د فراه ښار سړکونه پخېږی

په فراه ښار کې دننه ۱۲،۱۷۵ مټره سړکونه چې هر يو يې شپږ مټره اوږدوالی لري، پخېږي او چارې یې پنځلس سلنه بشپړې شوې دي.

د سړکونو د پخولو دغه پروژه له یو سل او نهه شپیته میلیونه افغانیو څخه په ډېر ارزښت د افغان حکومت له خوا تمویل او د ټولګټو وزارت له خوا پلې کېږي.

د یادې پروژې د رغونې تړون له کنسروبیل ودانیز شرکت سره شوی او تر اوسه پورې ۱۵ سلنه کاري پرمختګ لري.

د فراه ښار دننه د سړکونو د رغونې پروژې پلي کول به د سیمې خلکو ته د ټولنیزو، اقتصادي، ښوونیزو، روغتیایي او نورو اسانتیاوړ د برابرولو تر څنګ کاري فرصتونه هم زیات کړي.