د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ شوراګانو غونډه وکړه

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ د سیمه ییزو شوراګانو په یاده غونډه کې ددغه ولایت والي حافظ عبدالقیوم هم ګډون کړی وو.
ښاغلي حافظ عبدالقیوم د سیمه ییزو شورا ګانو په اهمیت او اغیز خبرې وکړې او وویل : د ولسي تړون برنامې له مخې شوراګانې په ګډه سره مهمې او هغه لویې پروژې تر لاسه کولای شي، چې ولسونه هغو ته لومړیتوب ورکړی وي.
نوموړي همدارنګه د ولسي تړون پروګرام په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سیمه ییزې شوراګانې باید داسې پروژې وړاندیز کړي چې د ټولو لپاره با ارزښته او په راتلونکې کې له ښو پایلو څخه برخمنې وي.
په یاده غونډه کې د نورستان ولایت د کلیو د پراختیا رئیس هم خبرې وکړې او د ولسي تړون د پروګرام او همدارنګه ددې برنامې په چوکاټ کې د جوړیدونکو شوراګانو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.