د ښاروالانو په درېيم ملي کنفرانس کې پر لاسته راوړنو خبرې وشوې

په کابل کې د هېواد په کچه د ښاروالانو ملي کنفرانس په دويمه ورځ هم روان دی او په ښارواليو کې د لاسته راوړنو په اړه پکې ښاروالان خبرې کوي.
ددغه کنفرانس موخه، په تېرو دوو کلونو کې د ښاري حکومتولي، د خدمتونو او پراختیایي کارونو څرنګوالی او د ګډونوالو له خوا له يو بل سره د تجربو شریکول دي.‌
د کنفرانس په دويمه برخه کې، د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل په خپله وینا کې، د ځمکو د غاصبینو پر ضد د ښاروالانو مبارزه، په تېرو دوو کلونو کې د ښاروالیو له لوري د عوایدو زیاتوالی او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې د پارکونو جوړېدل، په ولایتي کچه د ښاروالیو ښې لاسته راوړنې یادې کړې.
پوپل، همدا راز له ښاروالانو وغوښتل چې د املاکو په باره کې د جمهور رییس له لارښوونو سره سم، کوټلي ګامونه واخلي.
د هغه په خبره، د ښاروالیو په نوي قانون کې، په ښارونو کې د استملاک د بهیر مخ ته وړل ښاروالیو ته سپارل شوی دی.
نوموړي ښاروالانو ته لارښوونه وکړه چې د روان مالي کال تر پایه پورې عادي او تشویقي بودیجې د لګولو له لارې، د ثبات له ټینګولو او د خصوصي سکټور د همکاري له زیاتولو سره مرسته وکړي.
د ښاروالانو د کنفرانس په بله برخه کې، د ښاري حکومتولي عمومي رییس محمد نصیر حمیدي وویل؛ په تېرو دوو کلونو کې، په شپږ څلوېښت ښاروالیو کې د ښاري حکومتولي څانګې جوړې شوې دي. د عوایدو د قانون مسوده جوړه او قانوني پړاونه به ووهي.
حمیدي وويل چې تقنیني لاسوندونو ته د ژر لاسرسي په موخه، د آسانه لاسرسي په نامه یو موډل جوړ شوی. ښاروالان کولای شي چې د دې سیسټم په کارولو سره، خپل پلانونه او راپورونه په آنلاین ډول خوندي کړي. هغه وويل، د ښاري فرهنګ دودولو او ښاریانو ته د ونډې ورکولو په موخه، په ټولو ښاروالیو کې ۶۴۸ سیمه‌ییزې شوراګانې، ۱۰۵ ګذر شوراګانې او ۳۳ مشورتي شوراګانې جوړې شوې دي.
یاده دې وي چې تر دې مهاله په ۲۰۹ ښوونځیو کې د ښاروالیو کمېټې او دارنګه په شلو ښاروالیو کې د خدمتونو مرکزونه جوړ شوي دي چې دا لړۍ به تر نورو ښاروالیو هم ورسېږي.
ورپسې د ښاروالیو چارو معینیت د عوایدو او محاسبې رییس محمد امین توخي د تېرو دوو کلونو راپور وړاندې کړ.
د راپور له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې د هرات، کندهار، مزارشریف، جلال اباد، خوست، شبرغان او غزني ښاروالیو تر ټولو زیات عواید را ټول کړي او دغه راز د مهترلام، میمنې، ایبک، پل علم، میدان ښار او قلعه نو ښاروالۍ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
سږ کال بیا بادغیس ښاروالي د ټولې بودیجې د ۷۰ سلنې په لګولو سره د ښاروالیو په سر کې راځي.
د ښاروالانو په درې ورځني ملي کنفرانس کې د ولایتونو پر ۳۳ ښاروالانو سربېره، د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو مرستیالانو، د کابل ښاروالي، د هبیتات، لوګو او نورو مرستندویه بنسټونو استازو ګډون کړی دی.