د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي بلخ ولايت ته سفر کړی او هلته يې د دغه ولايت له والي محمد اسحاق رهګذر سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
روح الله نيازي د بلخ له والي سره په ليدنه کې د راتلونکي په اړه د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پر پلانونو، په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو په راوستو، د حکومتولي پر لا ښه والي او له مرکز سره د ولايتي ادارې د همغږي پر زياتوالي غږېدلی دی.
په دې سربېره، په دغه ليدنه کې ولسوالانو ته په ورپېښو ستونزو، د دولتي کارکوونکيو د وړتياوو پر لوړولو، ځوانانو ته د کار په چانس ورکولو او پر دندو د ښځو ګمارلو په اړه هم خبرې شوې دی.
د بلخ والي په ټولو برخو کې د سيمهييزو ارګانونو اداري او مالي مرستيال ته د همکاري ډاډ ورکړی او د لا ښې حکومتولي په برخه کې یې د هغوی هڅې وستايلې.