په کابل کې د ښاروالانو درېيم ملي‌کنفرانس پيل شو

 

په کابل کې نن د افغانستان د ښاروالانو درېيم ملي کنفرانس پيل شو او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې به دوام وکړي.‌

په دغه کنفرانس کې د ټول هېواد په کچه ښاروالانو برخه اخيستې ده او دلته په کابل کې به له يو بل سره خپلې تجربې شریکې کړې او په دې سربېره، ګډو ستونزو ته، په ګډه حل لارې وموموي.

د کنفرانس پرانيسته نن په ارګ کې وشوه او د هېواد جمهور رييس هم د غونډې برخه والو ته وينا وکړه

د غونډې په پيل کې د سيمه‌ييزو ارګانونو عمومي‌رييس عبدالمتين بېګ په تېره موده کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د لاسته راوړنو يادونه وکړه او پسې زياته یې کړه چې ولس د نظام تر ټولو قوي پايه ده او باید ټولې چارې ولس ته د خدمت په اساس سر ته ورسېږي.‌

ده له ښاروالانو وغوښتل چې د ښار خدمتونو په برخه کې پاملرنه زياته کړي او په دې سربېره، له غاصبانو څخه د غصب شويو ځمکو په خلاصولو کې هڅې چټکې کړي.‌

بېګ له ښاروالانو وغوښتل چې د عوايدو په زياتولو کې دې له ټولو قانوني لارو ګټه واخلي او په دغه برخه کې دې هڅې لا ډېرې کړي.

غونډې ته د ښار جوړولو وزير روښان ولسمل هم د لاسته راوړنو يادونه وکړه، خو ويې ویل چې لا هم ډېر کار ته اړتيا ده.

د سواګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي د ښې حکومتولي په برخه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د رهبري هڅې وستايلې او له ولسمشر څخه يې مننه وکړه چې هغو ژمنو ته وفادار دی چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال یې له خلکو سره کړې وې.

وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ښاروالانو د درېيم ملي‌ کنفرانس جوړېدل وستايل او په تېره موده کې یې د ښاروالانو لاسته وړنې مهمې وبللې.‌

ولسمشر وويل،‌ ښاروالان هغه وخت بریالي دي چې له ولس سره ګډ کار وکړي.

ده وويل؛ ماته به ویل کېدل چې په کابل ښار کې ځمکه نه‌شته، خو دا دی ستاسې ښاروالانو له برکته نن په دغه ښار کې دولتي ځمکه تثبیتېږي.

ولسمشر وويل،‌ په ټولو ولايتونو کې د دولتي ځمکو تثبيت د ښاروالانو کاري لومړيتوب دی، ځکه تر دې وړاندې ښارواليو دغه کار نه و کړی چې اوس د ځمکو د غصب لامل شوی دی.‌

ده ښاروالانو ته وويل، زه له تاسې کاغذونه نه غواړم، کافي کاغذونه مو لیکلي دي، له تاسې غواړم چې افغان ولس ته د استوګنې د پلان شوي قانوني ځای ډاډ ورکړئ.

ولسمشر ښاروالانو ته د تاريخي‌ اثارو د ساتنې او ژغورنې، د ملاتړو صندوقونو د لا زياتېدا او پراخېدا،‌ د عوایدو لپاره د ابتکاري طرحو جوړولو، ښاري سکټور ته پاملرنې او په توليدوونکیو ښارونو د افغانستان د ښارونو اړولو لارښوونې هم وکړې.‌

ټاکل شوې ده چې د ښاروالانو دغه درېيم ملي کنفرانس به د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.‌

په دغه کنفرانس کې به د راتلونکي کال لپاره د سيمه‌ييزو ارګانونو پر پلانونو،‌ له ښارواليو معينيت سره د ملاتړو ادارو پر طرحو او د ښاروالانو تر منځ د تجربو او ابتکارونو په شریکولو بحثونه وشي.

د ښاروالانو تر منځ يو بل پېژندل او د سيمه‌ييزو ارګانونو پر تګ لارو او کړنلارو د ښاروالانو لا ښه پوهېدل د دغه کنفرانس بله موخه ده.‌

په دې سربېره، د ښارواليو د عوايدو د زياتوالي په اړه به هم ښاروالان په دغه کنفرانس کې خپلې طرحې او تجربې شريکې شريکې کړي او د ښارواليو د عوايدو د قانون په اړه به يې اندونه او نظرونه واورېدل شي.‌

تر دې وړاندې د ښاروالانو دوه ملي‌ کنفرانسونه جوړ شوي ول چې دويم هغه یې د ديارلس سوه پنځه نوييم کال د وږي په اوومه او اتمه نېټه په کابل کې جوړ شوی و.

په تېرو کنفرانسونو کې هم ښاروالانو له يو بل سره طرحې، پلانونه او ستونزو ته د حل لارې شریکې کړې وې چې ښه پايله یې درلوده.‌