د میدان ښار د ښاروالۍ حاضري برېښنایي شوه

په دغو مراسمو کې، چې د میدان ښار په ښاروالۍ کې جوړ شوي وو، ښاروال انجنیر میرآقا شهیر وویل: دغه برېښنایي حاضري د لسو زرو کار کوونکو وړتیا لري،چې په دې توګه به د کارکوونکو حاضري په سمه توګه کنترول او په کارونو کې به ښه والی رامنځته شي.

د میدان وردګو د تخنیکي او سکتوري چارو رییس غزني ګل ځاځي بیا وویل: ولایتي اداره هڅه کوي، چې د حاضري دغه برېښنایي سیسټم په ټولو ادارو کې پلې کړي، د هغه په خبره د کارکوونکو د حاضرۍ په ښه کنترول سره، ښه حکومتوالي رامنځته کېدلای شي.