عبدالقادر اشنا د سرپل نوی والي وټاکل شو

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، ښاغلی عبدالقادر اشنا د سرپل د نوي والي په توګه وټاکل شو.

ښاغلی اشنا لوړې زده‌کړې، ښه تجربه لري او لوړ استعداد لري.‌

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ښاغلي عبدالقادر اشنا ته په چارو کې بريا  غواړي او تمه لري چې سرپل ته د ده تګ به د خلکو او خاورې لپاره د لا ښه خدمت او نېک‌مرغي د يوه نوي پړاو پيل وي.‌

په دې سربېره، د سيمه‌ييزو ارګانونو رهبري د سرپل له مخکېني والي ښاغلي محمد ظاهر وحدت څخه په دغه ولايت کې د ښې حکومتولي په برخه کې د دوی هڅو مننه کوي او د ژوند په چارو کې ورته بريا غواړي.‌