په لومړي ځل جلال آباد کې د ناحیې مشورتي شورا جوړه شوه

دغه شورا، چې ددې ښار په درېیمه ناحیه کې جوړه شوه، د اداري جوړښت (ریاست، مرستیال او منشي پوسټونو) لپاره ټاکنې ترسره شوې.

د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل وايي: ددغې شورا له جوړیدو څخه موخه د ښاري حکومتوالۍ پیاوړتیا او په کې د ښاریانو پراخه ونډه اخستنه، د پراختیایي پروګرامونو په برخه کې ډاډ حاصلول او ځواب ورکونه، د ګذر او ناحيې په کچه د پلان او بودیجې جوړونه او د ناحیو د ټولو استوګنو سره په ګډه د پراختیایي پروژو څخه څارنه کول دي.

دده په خبره، دغه شورا به د ناحيې په کچه د شته ستونزو، غوښتنو او نورو موضوعاتو په اړه بحث کوي او د ناحيې امریت سره به يې شریکوي چې بیا وروسته د نورو اجرااتو په موخه د ښاروالۍ ریاست سره شریکیږي .