دیني علماوو د نیمروز ولایتي ادارې حکومتوالي وستایله

د نیمروز دیني علماوو د ولایت له رهبرۍ سره د لیدنې پر مهال د ولایتي ادارې کړنې وستایلې.

دوی وايي، د نیمروز ولایتي ادارې د امنیت په ټینګښت، د مخدره موادو د بندیز او د څښلو د پاکو اوبو د رسولو په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.

نیمروز والي سید ولي سلطان له ولایتي ادارې څخه د دیني علماوو له ملاتړ مننه وکړه ویې ویل، د شته ستونزو په حلولو کې د دیني علماوو رول مهم دی او هغوی باید پدې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ده د نیمروز ولایت د قلعه فتح د اوبو د شبکې او د کمال خان بند او د نورو سترو پروژو د امنیت په ساتلو کې د علماوو رول مهم وباله ویې ویل، ولایتي اداره ستاسو هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیاره ده.
دیني علماوو والي ته ډاډ ورکړ، چې له ولایتي ادارې او نظام تر څنګ ولاړ دي او د هر ډول ناقانونه کړنو په وړاندې به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.