پکتیکا کې د ولسي تړون پروژې پیل شوې

د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند بېلابېلو سیمو کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لوري، د شپاړلس میلیونه افغانیو  په لګښت، د کانالونو، محافظوي دیوالونو او د پاکو اوبو د څاګانو کېندلو چارې پیل شوې.

د یادونې وړه ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام د پکتیکا مرکز ښرنې ترڅنګ، په یحی خېلو، جاني خېلو او سر روضې ولسوالیو کې پیل شوی، او ټاکل شوې ده، چې یاد پروګرام نورو سیمو ته هم وغځول شي.