ترینکوټ کې تفریحي پارک جوړیږي

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د جمهوري ریاست له لوري د  اووه میلیونه افغانیو په تشویقي بودیجه، پارک جوړیږي.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وايي دغه پارک به په څلور اعشاریه پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې د احاطوي دیوال برسېره، د والییبال میدان، د اوبو حوض، شنه سیمه او نور اړین ملحقات به ولري.