این‌ار‌سي بادغيس ته پام زيات کړی

د کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې اين‌ار‌سي مشر، کلي بادغيس ولایت ته تللی او هلته یې د دغه ولايت له والي عبدالغفور ملکزي سره د بې‌ځايه شويو کډوالو پر ژوند خبرې کړې.‌

کلي د بادغيس والي ته ډاډ ورکړی چې تر بل هر وخت يې دغه ولايت ته پاملرنه زياته کړې ده. د ده په خبره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره به د ژمي له را رسېدو مخکې د وچکالي له امله، کورنيو بيځايه شويو ته مرستې ورسوي.

د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي د اين‌ار‌سي له مشر او نورو چارواکیو وغوښتل چې مرستې دې له دولت سره په همغږي وکړي.

د ملکزي په خبره، له مرستندويه ادارو سره پر يوه مېکانيزم کار روان دى چې له مخې به یې بې‌ځايه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته د راستنېدلو په موخه وهڅول شي.