په کندهار ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام درې کمېټې جوړې شوې

په کندهار ښار کې د ولسي تړون ملي‌ پروګرام ولایتي مدیریتي کمېټه، د ولسوالیو په کچه مدیریتي کمېټه او د ښاروالۍ په کچه مدیریتي کمېټې تشکیل شوې.

د دغو کمېټو د جوړولو په غونډه کې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا،‌ د مالیې وزارت د پاليسي معینې، د پوهني وزارت معین، د عامي روغتیا وزارت معین، د ولسي تړون پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د څانګې مسوول غلام رسول رسولي، د سيمه‌ییزو ارګانونو ادارې د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول ډاکټر صبغت الله، سکټوري ريیسانو، ولسوالانو، د شوراګانو استازو او د ولسي تړون پروګرام همکارانو برخه اخيستې وه.

د کندهار والي زلمي ويسا دغه پروګرام د دولت او خلکو تر منځ د اړیکو لپاره ډېر مهم وباله او زیاته يې کړه چې د ولسي تړون پروګرام له لارې په ښارونو او ولسوالیو کې ډېر پرمختیایي کارونه شوي او لا هم دوام لري.‌ وروسته د هر وزارت معین د خپل رول په اړه د ولسي تړون ملي پروګرام په تطبیق کولو کې ټولو حاضرینو ته مالومات ورکړل.‌