جلال آباد پنځمه ناحیې اړوند منډوي سیمه له شته موانعو پاکه شوه

جلال اباد ښاروالۍ د يو کمپاين په ترڅ کې د پنځمې ناحيې اړوند د ميوې منډوي څخه تر ملي امنيت رياست پورې دوکانونه، سرايونه او د لرګیو ټالونه ونړول.

جلال اباد ښاروال رياض الله درمل د وږي د مېاشتې ۲۵مه نېټه په سيمه کې رسنيو ته وويل: دغه سيمه د ښاروالۍ د ماسټر پلان له مخې شنه سیمه ښوودل شوې، چې له مخې به یې دلته یو تفریحي پارک جوړ شي.

د نوموړي په خبره په جوړيدونکي پارک اته څلويښت ميلونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ولسي تړون پروګرام لخوا به يې چارې  ترسره شي.

د سيمې  اوسيدونکي  هم د ښاورالۍ  ددغه ګام ستاينه کوي، د هغوی په وینا د پارک په جوړېدو سره به یاده سيمه زرغونه، چاپريال او هوا به هم له ککړتيا وژغورل شي.