د پکتيکا مشرانو د سيمه‌ييزو ارګانونو رييس ته خپلې ستونزې وويلې

د پکتيکا يو شمېر قومي مخور، سپين ږيري او مدني فعالان د سيمه‌ييزو ارګانونو له رييس عبدالمتين بېګ سره په ليدنه کې د خپلو ستونزو په اړه وغږېدل.

دوی په پکتيکا کې شته ستونزې، د هغوی حل لارې او ځينې وړانديزونه لرل چې د سيمه‌ييزو ارګانونو له مشرتابه سره يې شريک کړل.

قومي مخورو وويل، په هر حالت کې يې د نظام او حکومت ننګه کړې ده او لا به هم د خپل دغه مسووليت ادا کولو ته په مېړانه دوام ورکړي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو عمومي ريیس عبدالمتین بېګ له دغو مشرانو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې لازمې حل لارې ولټول شي او وړاندیزونه به یې د جمهوري ریاست له عالي مقام او اړوندو ادارو سره شریک کړي.

ښاغلي بېګ له حکومت سره د پکتیکا د خلکو همکاري وستایله او په دې سربېره يې له نظام او سیمه‌ییزې ادارې د دوی له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه.

بېګ په سيمه‌ييزه کچه د بنسټیزو پروژو په تطبیق، د حکومتي خدمتونو په شفافه عرضه، د ولسوالیو د امنیت په ټینګښت او د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د قومي مشرانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د پکتیکا مشران هم باید په دې برخه کې له خپلې سيمه‌ييزې ادارې  سره همکاري لا ډېره کړي.