نيمروز والي د کشفي او امنيتي اورګانونو یو شمېر پياوړي منسوبين مکافات کړل

په همدې اړه د وږي د مېاشتې ۲۵مې نېټې جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې نيمروز والي سید ولي سلطان، ددغه ولایت د کشفي او امنيتي اورګانونو هغه سرتيري او چارواکي مکافات کړل، چې د تېرو څو اوونيو په اوږدو کې د امنیت په ټینګښت کې لاسته راوړنې درلودې.
سلطان د وینا په ترڅ کې مکافات او مجازات د ادارې يو اصل وباله چې دې اصل ته په کتو به په ملکي او نظامي ادارو کې هغه کسان مکافات شي، چې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د نیمروز د والي په وینا، د تېرې نږدې يوې مياشتې په اوږدو کې زمونږ ځواکونو د دښمن او قانون ماتوونکو پر وړاندې غوڅ دريځ نیولی، چې له امله يې يې موږ ګڼې لاسته راوړنې درلودې.